امنیت

درې طالبان په بلخ کې ووژل شول

– کابل / د وري ۱۰ / باختر
درې طالبان پرون مازیګرپه بلخ کې د هوايي برید په پایله کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باخترآژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ د چاربولک ولسوالۍ په جوی ازلیک سیمه کې په هوايي برید کې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په دې برید کې د طالبانو د جنګي وسایلویوه ډیپو ویجاړه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه نورطالبان دوه ورځې مخکې په همدې سیمه کې له پوځیانوسره په جګړه کې ووژل شول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته