امنیت

درې طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
په لوګر کې تېره شپه درې وسله وال طالبان د پوځیانو په بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٣تندر قول اردو وياند ايمل خان مومند باختر آژانس ته وویل چې دغه طالبان د امنيتي ځواکونو پر پوستو د یرغل پر مهال د لوګر په مرکز پورې اړوند پادخواب شانه سيمه کې وژل شوي دي.
هغه وويل چې په دغه برید کې ۱۰ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی وسلې او مهمات له منځه وړل شول.
مومند امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.
اشرفي- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته