خبرونهورزش

درې هېوادونه به د ٢٠٢٦ کال د فوټبال نړيوال جام سياليو کوربه توب وکړي

 کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر

ټاکل شوې ده د ٢٠٢٦ کال د فوټبال نړيوال جام سيالۍ د امريکا وچې په دريو هېوادونو کې تر سره شي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛  فيفا د هغو ښارونو نوملړ خپور کړ، چې د ٢٠٢٦ کال کې به د فوټبال نړيوال جام سياليو کوربه توب وکړي.

دا لومړى ځل دى چې فيفا تصميم نيولي تر څو د فوټبال نړيوال جام سیالۍ په دريو هېوادونو تر سره کړي.

امريکا، کاناډا او مکسيکو به د دغو سياليو کوربه توب وکړي، په دغو سیالیو کې به د ۴۸ هېوادونو ټیمونه ګډون وکړی.

فيفا اعلام کړى، چې د امريکا د متحده ايالاتو١١ ښارونه د مکسيکو ٣ ښارونه او د کاناډا ٢ ښارونه به د فوټبال نړيوال جام سياليو کوربه توب وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا د سياتل، سانسفرانسسکو، لاس انجلس، تکزاس، دالاس، انتلانتا، هيوستون، بوستون، فلادلفيا، ميامي او نيويارک، د کاناډا د نکوور او تورنتو ښارونه او د مکسيکو ګوادالايارا، مونتري او مکسيکو ستي د دغو سياليو کوربه توب وکړي.

د فيفا رئيس ويلي، چې موږ په ډېرې خوشحالۍ سره غواړو، چې د دغو ښارونو له مسوولينو سره همکاري وکړو چې د نړيوال جام د فوټبال دغه سيالۍ بې ساري وي.

دغه راز د فيفا مرستيال ويکتور مونتا ليامي وايي، چې ٢٠٢٦ کال نړيوال جام د درېو هېوادونو په  کوربه توب سره به له شک پرته په ټوله سيمه او د فوټبال په ټولنې فوق العاده اغيزه وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته