امنیت

درې وسله وال طالبان په ننګرهار کې ونيول شول

کابل / د ليندۍ ٨مه /باختر
درې وسله وال طالبان په ننګرهار کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوه ډله موټرسايکل سپرو طالبانو د افغان ځواکونو د سپرلۍ پرکاروان بريد وکړ.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې جګړه کې ٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ نور ټپيان شول.
په دې جګړه کې د وسله والوطالبانو څوموټرسايکلونه او يوشمېر وسلې د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
له بله پلوه پوځيان وايي چې د ننګرهار له ګڼ مېشتولارو څخه د ١٤ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنو مخه نيولې ده .
د دغوماينونو د ښخولوپه اړوند څوک نه دي نيول شوى.
ختم – ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته