امنیت

درې ويشت طالبان په ارزګان کې د پوځیانو په برید کې ووژل شول

ترینکوټ/دوري۱۲/ باختر
درې ویشت وسله وال طالبان په ارزګان کې په هوایې او ځمکنیو بریدونو کې ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول .
په دغو طالبانو تېره شپه په ګېزاب ، خاص ارزګان او د ترینکوټ ښار په شاوخوا کې د پوځیانو پر پوستو د برید په وخت کې له هوا او ځمکې بریدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یو جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۳ طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول .
هغه تایید کړه چې په وژل شویو کسانو کې ۶ پاکستاني جګړه ماران هم شامل و .
د رپوټونو له مخې، طالبانو د پوځیانو پر پوستو بریدونه کول ،چې هوایي او ځمکني بریدونه پرې وشول .
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي .
د یو بل خبر له مخې، امنیتي ځواکونو د ارزګان په ګڼ مېشتو لارو کې د۲۱ ماینونو او بمونو په کشفولو او شنډولو د چاودنو مخه ونیوله .پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته