امنیت

درې ويشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل /دوري٤مه /باختر
درې ويشت وسله وال طالبان په روزګان کې د نويو هوايي اوځمکنيو بريدونوپه بهيرکې ووژل شول او٨ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په ګېزاب او چارچينو ولسواليو او د ترينکوت ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو پرپوستو د هغوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونو کې ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ د افغان ځواکونو پرپوستو د طالبانو د يرغل په وخت کې هوايي اوځمکنيو ځواکونوپه ګډه په يرغلګرو بريدونه وکړل.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د روزکان له ګڼ مېشتولارو څخه د ١٤ ماينونو د کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغوماينونود ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته