خبرونهټولنه

درې څلوېښت بنديان د فارياب  له زندان څخه آزاد شول

 کابل، د چنګاښ١٤مه، باختر

د نيکمرغه لوى اخترد رارسيدو په مناسبت د اميرالمومنين شيخ الحديث والتفسيرمولوي هبه الله اخند زاده د فرمان له مخې ٤٣ بنديان د فارياب له مرکز او د دغه ولايت  د اړوندو ولسواليو له زندانونو څخه پرون آزاد شول.

د فارياب د استیناف محکمې د جزا ديوان رييس مولوي نعمت الله ذاکر د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې دغه بنديان د اړوندو بنسټونو د لوړ رتبه پلاوي له خوا  د دوى د نسبتي دوسيو له څيړنې وروسته له بند څخه آزاد شول.

د فارياب د استيناف محکمي د جزا ديوان د رييس د څرګندونوله مخې؛ د فارياب په مرکزي زندان کې ١١٤ تنه نارينه ٢٧ ښځې او  له ١٨ کلنۍ څخه ښکته ١٠تنه د بيلابيلو جرمونو په اړوند تر توقيف لاندې وو، چې د موظف پلاوي د هلو ځلو په پايله کې د اميرالمومنين د فرمان له مخې د هغوى دوسيې وڅېړل شوې چې په پايله کې یې١٧ نارينه او٣ ښځې د دغه ولايت له مرکزي زندان څخه او ٢٣ تنه نور بنديان د فارياب د اوو ګونو ولسواليو له زندانونو څخه آزاد شول.

يو آزاد شوي بندي د اميرالمومنين د دغه اقدام ستاینه وکړه او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به خپل هېواد او خلکو ته خدمت کوي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته