کابل/ د سلواغې ۲۸ مه/ باختر
د کونړ د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې يې نن ۳ کسان د جعل کارۍ په تړاو ونیول.
د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه ٣ جعلي تذکرې ترلاسه شوې دي.
د دهقان د څرګندونوله مخې؛ نیولو شویو کسانو پلان درلود چې په کونړ کې تروریستي فعالیتونه ترسره کړي.
په کونړ کې ٣ کسان د جعل کارۍ او تروریستي فعالیتونو په تړاو په داسې حال کې نیول کېږي چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو په دغه ولایت کې ۶ ماینونه کشف او شنډ کړي و.
پای/وصال
6 د یوې دقیقې څخه لږ