امنیت

دزابل دپوليسو په پوستې دطالبانو بريد ناکام شو .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دقلات – قندهار  په لويه لارې   دوسله والو طالبانو په بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دزابل ولايت دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې طالبانو دلويې لارې  په اوږدو کې  دپل سنګي په ساحه کې په امنيتي پوستې بريد وکړ چې دپوستې دپوليسو دځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او ددوى ترمنځ جګړه ونښته .
يوه اړونده خبرځاى  وويل ددغې نښتو له امله دوه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .  چې دوژل شويو کسانو مړي تراوسه پورې  په سيمه کې  پاتې دي .
په دې بريد کې طالبان تيښتې ته  اړ شوي او غرونو ته وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته