ټولنه

دسالنګونو لويه لاره پرانستي ده

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٥:

په سالنګونوکې دواوري له اورښت سره سره دسالنګونو لويه لاره له دواړو لورو د ترافيکو پرمخ پرانستي ده .

دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس جنرال  رجب دباختر اطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل  چي په جنوبي سالنګ  کې پنځوس سانتي متره واوره شوې ده اوپه شمالي سالنګ کې له توپان سره جوخت دواوري اندازه پنځه ويشتو سانتي مترو ته رسيدلي ده.

ده زياته کړه په شمالي سالنګ کې دتودوخي لوړه درجه  دسانتي ګراد په حساب منفې لس درجې په جنوبي سالنګ  کې منفې څلوردرجې اوپه تونل کې منفې شپاړلس درجې ده .

جنرال رجب زياته کړه چې په ژمنيو تجهيزاتوسره دوسايطوتګ راتګ په عادي ډول دوام لري  اودوسايطو له چلوونکو څخه يې وغوښتل چې له سالنګونوڅخه دتيريدو په وخت کې ددغه رياست  دموظفينو په لارښوونه عمل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته