ورزش

دسباوون ټيم دمشعل ټيم ته ماتې ورکړه

کابل- باختر د تلې ٩
دکابل ښار دفوټبال دغوره ليک سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير باختر آژانس ته وويل: په دې سيالۍ کې دسباوون او مشعل ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه ديوې په مقابل کې په دووسره دسباوون ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د نولسو ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوى دى چې ټاکل شوى ده په دوام يې نن مازيګر دکابل ځوانانو ټيم له فيروزې ټيم سره او دسنايي ټيم د استقلال له ټيم سره لوبې وکړي.
دغه سيالۍ په اوونى کې درې ورځې دګول پروژې په لوبغالې کې ترسره کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته