سیاست

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

کابل باختر د ليندى دوه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د چین دولسي جمهوریت له لوی سفیر ښاغلي یو جینګ سره وکتل.
دملي امنيت دشورا دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررييس سره د چین د بهرنیو چارود وزیر د لېدنې او د افغانستان، چین، متحدو ایالاتو او پاکستان د څلور اړخیزو خبرو اترو د پرېکړو پر تطبیق خبرې وشوې.
د چین د ولسي جمهوریت لوی سفیر و ویل، چې هېواد یې ژمن دی، چې د څلور اړخیزو مذاکراتو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې له هغه هېواد سره همکاري وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې هېواد یې هيله لري، چې د سولې لپاره د څلور اړخیزو مذاکراتو د اړوندو طرفونو د همکارۍ ژمنې به په پوره صداقت پلې شي. د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ټولې سیمې په ګټه دی او د افغانستان بې ثباتي د ټولې سیمې امنیت ته زيان رسول شي.
په دې کتنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسئلو هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته