سیاست

دسترې محکمې عالي شورا په نننۍ غونډه کې ګڼې موضوعګانې وڅيړلې شوې

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دسترې محکمې درئيس  قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه اوپه  اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ.
عالي شورا  لومړى  د  سترې محکمې د  غړو قضاوتپوه  بهاوالدين بها ، قضاوتپوه عبدالرشيد راشد او دقضاوتپوه محمدعليم نسيمي د کاري    دورې دپاى ته رسيدو په باب خبرو سره چې دسترې محکمې دعالي شورا    د غړو په توګه  د خدمت  دکلونو ددورې   له بشپړولو وروسته نن  يې  دوروستي ځل لپاره دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې ګډون کړى دى ، څرګنده کړه چې دغه عاليقدر شخصيتونه دهېواد داساسي قانون د ١١٧ مادې له حکم سره سم له نن ورځې څخه لس کاله مخکې  دلسو کلونو لپاره  دسترې محکمې  دعالي شورا دغړو په توګه ټاکل شوي و  چې دوى  په يوه کاري لسيزه کې  خپله ټوله پوهه ، تجربې  او مسلکي او قضايي زده کړې  دقضائيه قوې په خدمت کې   وکارولې  او دعالي شورا  له نورو غړو سره  دګډو هلوځلو له لارې  دهېواد محکمو دفعاليت  دلارښوونې  او سمون په تګلوري کې مهم  او ارزښتناک     رول  ولوباوه  او د اړوندو فرجامي ديوانونو دچارو په پرمخ بيولو کې يې هم     دقانونيت  او دقضائي عدالت په رعايتولو سره  مسئوولانه او صادقانه هلې ځلې وکړې چې عالي شورا ددوى  دټولو هڅو او خدمتونو په نسبت  مننه او قدرداني کوي.  په داسې حال کې چې دهېواد دقضايي نظام  په کورنۍ کې    ددوى ځاى تش بولي  ، دلوى خداى  ج  له دربار څخه هيله کوي  چې دوى  ته      روغتيا او اوږد عمر ور په برخه کړي.
وروسته  دهېواد داساسي قانون  د ١٢٦ مادې  حکم ته په پاملرنې سره   چې      دهغه له مخې دسترې محکمې غړي دخدمت ددورې له پاى ته رسولو وروسته   د ژوندانه دپاتې مودې لپاره دخدمت  ددورې  له مالي حقوقو څخه  ګټه اخلي.
دجګپوړو مقاماتو دمعاشونو دتنظيم دقانون  د  ٥ مادې د ٣ فقرې دتعديل  طرحه   دمالي حقوقو په ګډون دمواردو دبيانولو او تشخيص په موخه  او دغه راز  دهمدې قانون د ٤ مادې  د ٢  بند  دتعديل  او هم په دغو مادو کې د ځينو ليکل شويو مقاماتو دمعاش  په ضريب کې  دانډول درعايتولو په لاره کې   ددولتي مقاماتو دمعاش دتنظيم دقانون د ٢ مادې  د  ١٠ فقرې د ٣ جز  طرحه هم  تصويب شوه او لارښوونه وشوه  چې  موضوع دې  دقانوني پړاونو دبشپړولو په موخه  په قانون  جوړولو پورې اړوندو مراجعو ته ارجاع شي.
ورپسې  درسيدلو استهداګانو دڅيړنې په لاره کې ، دحضانت  په برخه کې  دابتدائيه محکمې په تجويز سره ددعوا ديو خاوند داعتراض په باب دکابل ولايت داستيناف محکمې رياست داستهدايي په وړاندې  په  ١٣٨٦ کال کې د محکمودرئيسانوپه سيمينار کې دليکل شوي حضانت دچارودتنظيم دتوضيحي  قاعدې په رڼا کې لارښوونه وشوه  چې   دماشوم  دمصلحت په رعايتولو سره دمحکمې تصميم  يو شرعي تجويز دى داستيناف او تميز غوښتنه  نه کوي  خو دتجويز صادرونکې محکمه کولاى شي دحضانت په استحقاق کې ددواړو لورو  راتلوونکې مطروحه دلايل تر غور او څيړنې لاندې ونيسي  او په دې باب بيا قانوني تجويز ونيسي .
په همدې ترتيب دبيا کتنې دغوښتنليکونو دڅيړنې په وخت کې   دخوشحال خان مينې په ساحه کې داستوګنې ديوې نمرې ځمکې په باب ددولت دقضاياو  دلوى رياست پرخلاف دشخص دبيا کتنې يو غوښتنليک  دکابل ښاروالۍ ،   دحج او اوقافو وزارت   او دقضيې دلورو  دواکمنو استازو دڅرګندونو او توضيحاتو له اوريدو وروسته  او دسترې محکمې دبيا کتنې دکميسيون دنظر  په رعايتولو سره  ،. په داسې حال کې چې دشخص مطروحه دلايلو له اټکل شويو  قانوني شرايطو سره سمون  درلود،دتائيد وړ ورګرځيد اوپه دې برخه کې دپروان  ولايت  داستيناف محکمې دمدني ديوان  قطعي پريکړه لغوه شوه.
دغه راز برعکس  د اشخاصو ترمنځ د بيا کتنې ديو غوښتنليک  په څيړنې سره  دطرحه شوې غوښتنې دردولو په ترڅ کې  په مدعابها کې ددولت دملکيت  شايبه شتون ته  په پاملرنې سره لارښوونه وشوه چې موضوع دې  دلازمو املاکي تحقيقاتو دترسره کولو په موخه  ددولت دقضاياو لوى رياست ته وړاندې شي.
سربيره پردې دعالي شورا په  نننۍ  غونډه کې په قطعي او وروستيو پريکړو  دبيا کتنې شپږ غوښتنليکونه او هم په مدني او جزائي  قضيو کې دمحکمې دبدلون شپاړلس  غوښتنليکونه هم داجندا يوه برخه وه چې په هر مورد کې له غور وروسته لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته