امنیت

دسرپل ښار په مربوطاتو کې اته امنيتي پوستې دطالبانو لاس ته ورغلې .

کابل باختر دوږي  نولسمه :
دسرپل ولايت په مرکز کې اته امنيتي پوستې دطالبانو لاس ته ورغلې .
دسرپل دولايتي شورا غړى اسد الله خرم وايي چې وسله والو طالبانو تيره شپه ددغه ولايت بلغلي  سيمه کې  په امنيتي پوستو بريدونه وکړ چې له امله يې  اته امنيتي  پوستې ونيولې او همدا اوس  ددغه ولايت په مرکز  پورې اړوند قشقري سيمه کې جګړه روانه ده .
  خرم وايي  چې کومکي  ځواکونه هم دلارې په اوږدو کې دطالبانوله کمين سره مخامخ شول او همدا اوس ددوى ترمنځ  جګړه  دوام لري او تراوسه پورې په دې جګړه کې دسردزيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
  خرم زياته کړه چې وسله والو طالبانو تيره شپه خمر اباد په سيمه کې هم په يوې  بلې امنيتي پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې يو پوليس شهيد او دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم                                          

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته