ټولنه

دسيمينار جوړول .

د کار  دقانون اودکار  په اړوند دنورو تقنيني  سندونو په باب   نن دشهيدانو معلولينو  کار اوټولنيزو چارو په وزارت کې   روزنيز سمينيار  جوړ شو  .

  دباختر اطلاعاتي  اژانس ته دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې،  په دې سيمينار کې  ددغه وزارت دکار او پلټنې   حقوقو اوکار دقانون ، دکار  دشرايطو دښه والي او بشري منابعو درياستونو اتلسو  تنو کارکوونو برخه لرله .  ددغه سيمينار  هدف دکار په قانون اوپه کار پورې دنورو اړوندو قوانينو دهغوى دذاتي چارو  مقررو داقليمي سيمه ئيزو امتيازونو په مقرري او د ورځې داجوري  دکارکوونکو په مقرري  پوهاوي دي .

 ددغه وزارت دخپرونو دمسوول دڅرګندونو له مخې، ددغه سيمينار کار به دليندي دمياشتې  ترپايه پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته