دسپين بولدک ولسوالۍ امنيه قوماندان ګوښه کړاى شو .

کابل باختر دوږي لومړي
دقندهار ولايت دسپين بودلک ولسوالۍ امنيه قوماندان د دندي په ترسره کولو کې دغفلت په تور ګوښه کړي شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې دسپين بولدک ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ يو پوليس دنيکمرغه کوچني اختر په لومړي ورځ په امريکايي سرتيرو ډزي وکړي او يو امريکايي سرتيري يې وواژه .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان له دغې پيښې وروسته د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قوماندان د دندو په ترسره کولو کې دغفلت په تور له دندي څخه ګوښه کړ .
افغان امنيتي مقاماتو په امنيتي ځواکونوکې دتروريستي ډلو دنفوذ دمخنيوي په خاطر يو لړ جدي اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي .
له بلي خوا دامريکاجمهور رييس بارک اوباما په امريکايي اوبهرنيو ځواکونو دافغان پوځيانو دبريدونو دزياتوالې له امله دانديښنې د څرګندونو په ترڅ کې د ساتونکو په نامه دنوي پروګرام خبر ورکړ .
ددغه پروګرام له مخې څو تنه وسله وال سرتيري دافغان ځواکونو دروزنيې په وخت کې دامريکايي سلاکارانو ، ښوونکو او افسرانو د ډلې ملګرتيا کوي .