اقتصاد

دسپين غر دچرګانو دروزنې د ټولنې نمانيدګي په کار پيل وکړ .

٦ – کابل باختر  دسلواغي پنځمه

  دسپين غر دچرګانو دروزنې دټولنې نمايندګي نن د ننګرهار ولايت دکامي په ولسوالۍ کې پرانستل شوه .

 دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست مرستيال ضيا الله صادقي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه نمايندګي به دکامي په ولسوالۍکې دچرګانو دروزنې دپنځه شپيتو فارمونو ستونزي  وڅيړي او دهغو قاچاقي چرګانو د ليږدونې  مخه به ونيول شي چې دکامي ولسوالۍ له لاري څخه ترسره کېږي .

 دسپين غر دچرګانو د روزنې دټولنې مسوول فضل الرحمن وايي همدا اوس په ننګرهار ولايت کې دچرګانو دروزنې څه دپاسه  زر فارمونه شته چې  دچرګانو دغوښې اوهګيو له پلوه دخلکو اړتياوي لري کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته