امنیت

دطالبانو او داعشيانو ترمنځ دخونړيو جګړو دوام .

کابل باختر د چنګاښ ٢٨ نيټه :
دداعشيانو او وسله والو طالبانو په  ډلو پورې د اړوندو کسانوله خوا په  کونړ ولايت کې جګړې  دوام لري .
  تراوسه پورې  په دې جګړو کې  له دواړو لورو څخه په لسګونه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او څو تنه نور يې  ټپيان او د يواو بل  ډلو له خوا نيول شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو  يو قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په نويو جګړو کې څوارلس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او شپږ تنه نور يې دسيالو ډلو له خوا نيول شوي دي .
  ده وويل چې جګړې دچپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيموکې له پراختيا غوښتنې وروسته او دپيسو دويش پرسر چې دعشر او ذکات په نامه له خلکو څخه  راټول کړى شوي وې ،  رامنځته  شوي او دوام لري .
  ډار اچوونکو په ځينو مواردو کې د يو او بل کورونه  هم  سوځولي دي .
    پاى ذکرالله     

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته