سیاست

د جمهور رئيس مرستيال : داعتراضونو لومړى درس دا دى چې حکومت بايد له خلکو سره مسوولانه اوشفاف چلند وکړي .

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش نن په کابل کې دالمان له سفير مارکوس پوتسل  سره وکتل .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې په عمده توګه  له باميانو _ ميدان څخه دسالنګ تګلوري ته دترکمنستان  دوارداتي بريښنا دليږدونې دمزو دتګلوري دبدلون پرخلاف دخلکو داعتراض په باره کې خبرې وشوې چې تخنيکي څيړنې يې دالماني شرکت فيشنر له خوا ترسره شوي دي .
  دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې ترسره شويو تخنيکي  څيړنو او دانډوليزې  پرمختيا په باب دافغانستان ددولت ژمنو ته په پاملرنې سره   دخلکو اعتراض يو پرځاى حرکت دى .
ده وويل: ماشپږ مياشتې مخکې دغه مسئله په رسمي ډول د ملي وحدت دحکومت په رهبري  هيئت کې طرحه کړه  او ومې غوښتل چې بايد دخلکو دغې غوښتنې ته سم او دقناعت  وړ ځواب ورکړى شي .
قانونپوه  دانش ټينګار وکړ: ټيک لس ورځې کيږي چې دغه مسئله  له نږدې تعقيبوم چې دغه موضوع دمفاهمې او خبرو له لارې او په سوله ئيز ډول حل شي .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونو له مخې، همدااوس دخلکو روا اعتراضونو ته  دڅرګند او قناعت وړ ځواب دوړاندې کولو لپاره هڅه او هاند دوام لري او دا دى حکومت مسووليت دى چې په دغه شان مواردو کې دې شفاف او مسوولانه چلند وکړي .
خلک له حکومت سره تقابل  او له تاوتريخوالي ډک علمونه نه غواړي .
په دې کتنه کې په کابل کې دالمان سفير مارکوس پوتسل  په تاوتريخوالي دوګړنيو  اعتراضونو په اوښتو داحتمال په باب  دانديښنې  په څرګندولو سره په دې برخه کې دخلکو اعتراضونو ته دځواب لپاره دحکومت په پاملرنې  ټينګار وکړ .
ده وويل: داسيا پرمختيا بانک او الماني شرکت  فيشنر  په دې قضيه کې بې پرې دي او دالمان دولت به ، دافغانستان دخلکو  او دولت تر څنګ ولاړ وى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته