امنیت

دطالبانو له خوانيول شوي سرتيري ازاد شول

کابل باختر دوري  اوولسمه

  په بدخشان ولايت کې وسله والو طالبانو دسرحدي پوليسو سرتيري خوشي کړل .

   دغه سرتيري په وردوج ولسوالۍ کې ددوى پر پوستي دوسله والوطالبانو  په وسله والو بريد کې نيول شوي وو .

 دبدخښان ولايت والي شاه ولي الله اديب له باختر اژانس سره  په ټيلفوني اړيکه کې دسرحدي پوليسو ددغو سرتيرو خوشي کېدل تاييد کړ 

 په همدي حال کې سيمه ئيز مسوولين وايي چې دغه سرتيري  دسيمي د مشرانو په منځګړيتوب  دطالبانو له منګولو څخه ازاد کړي شوي دي

 په وردوج  ولسوالۍ کې دسرحدي پوليسو  پر پوستي دوسله والوطالبان په بريد کې   څلور تنه  سرحدي پوليس ووژل شول .

 درارسيدلو خبرونو له مخې وسله والوطالبانو ددغې پوستي دکنترول له ترلاسه کولو وروسته په هغې کې او رواچاوه او دولس  تنه سرتيري  يې  له ځان سره  بيولي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته