خبرونهټولنه

د کابل ښاروالۍ معینانو د ښاري نظم څرنګوالی وڅېړه

 کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر

د کابل ښاروالۍ معینانو د ښار او بازارونو د نظم د څېړنې په بهیر کې د ښاري ښو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین مولوي سید عصمت الله عاصم او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او د چاپيریال ساتنې معین مولوي محمد خالد سجستاني د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د ښار او بازارونو د نظم د څرنګوالي د ساختماني جواز له مخې د ودانیو د جوړولو د څېړنې په بهیر کې د ښاري ښو خدمتونو په وړاندې کولو ټينګار وکړ.

دغه راز هغوی څرګنده کړه چې د نظم د تامینولو په خاطر باید د ښاري سرغړونو مخه ونیول شي او د دغو مواردو او د چارو د ښه والي په اړه یې مسوولینو ته لارښوونې وکړې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته