امنیت

دطالبانو يو قوماندان په ارزګان کې ووژل شو

په ارزګان ولايت کې دطالبانو سيمه ييز قوماندان قاري حيات الله ووژل شو.

قاري حيات الله په ارزګان ولايت کې دلسگونو بريدونو دطر اح اوسازمان ورکوونکې په توګه بلل شوي دي .

ويل کېږي چې دطالبانو دغه قوماندان تيره شپه دترينکوټ ښار دمهراباد په ساحه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

دارزګان دپوليسو ويندوى فريد عايل وايي په دې نښته کې چې يو ساعت يې دوام وکړ دقوماندان حيات الله يو نږدي همکاره وژل شوي دي.

په دې نښته کې دافغان ځواکونو اوملکي وګړو دسرداحتمالي زيان په باب خبرنه دى ترلاسه شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته