امنیت

دطالبانو ډيره ستره قرارګاه له منځه لاړه .

دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ په کموساحه کې دوسله والوطالبانو ډيره ستره قرارګاه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه ګډ تصفيوي عمليات چې دسرحدي پوليسو دمنسوبينو ، دملي اردو دکوماندو د ځواکونو او دائتلاف دځواکونو له خوا له څه مودي راپديخوا ددغه ولايت په مربوطاتوکې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دوام لري تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په کمو ساحه کي چې په نورستان ولايت کې دوسله والو مخالفينو ډيره لويه قرارګاه وه دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوه .

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ددغو عملياتو له امله تراوسه پوري څلورويشت تنه وسله وال مخالفين وژل شوي چې په وژل شويو کسانوکې اووه تنه يي مشهور قوماندانان د ي او عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته