ټولنه

دعدليې وزير: که چېرې د انسان د قاچاقو مخه ونه نيول شي، په افغانستان بنديزونه لګول کېږي.

کابل / د کب ٢مه / باختر
د عدليې وزير فضل احمد معنوي نيمروز ولايت ته په سفر کې د انسان اود مهاجرانود قاچاقو د حالت د څېړنې په اړه وويل، که چېرې د انسان اود مهاجرانود قاچاقو مخه ونه نيول شي، د هېواد په بېلابېلو برخو بنديزونه لګول کېږي.
باختراژانس ته د عدليې وزارت د مطبوعاتي دفترد معلوماتو له مخې؛ د عدليې وزيروويل چې د انسان اود مهاجرانو قاچاق يو نړيواله ستونزه ده اود افغانستان دولت د انسان د قاچاقو او د مهاجرينو د قاچاقو د مخنيوي په مقصد عالي کمېسيون جوړکړى دى چې د دغه کمېسيون رياست او سکرتريت عدليې وزارت په غاړه لري .
هغه وويل چې د عدليې وزارت، اود کمېسيون نور غړي وزارتونه اوبنسټونه او ولايتي کمېسيونونه دنده لري چې د انسان اومهاجرينو له قاچاقو سره د مبارزې په لاره کې کاروکړي.
هغه د انسان اومهاجرينو د قاچاقو د حالت په اړه د امريکا د بهرنيوچارو وزارت کلنى رپوټ ته په اشارې سره وويل چې له بده مرغه افغانستان د دغه وزارت د ٢٠٢٠کال په رده بندۍ کې دريم مقام ته نزول کړى دى اوامريکا په هغو هېوادونو چې په دغه ځاى کې راشي يولړ بنديزونه لګوي چې دغه بنديزونه د هېوادونواقتصادي اوسياسي حالت له ستونزو سره مخ کوي .
دعدليې وزيروويل: موږ دلته راغلې يو چې دغه پيغام ورسووچې د انسان اود مهاجرينود قاچاقو موضوع ډيره جدي ده اوبايد مخه يې ونيول شي .
هغه د نيمروز له مسوولينو وغوښتل چې په دې برخه کې جدي چلند وکړي.
د عدليې وزير د دغه سفرپه بهيرکې د نيمروز د عدليې رياست هم وکوت .
معنوي د نيمروزدعدليې رياست له کارکوونکو وغوښتل چې خپلې دندې اومسووليتونه په بشپړ صداقت او ايماندارۍ سره ترسره کړي او په عدلي اوقضايي برخه کې د عدليې رياست مقام وساتي . ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته