نړۍ

دعربو اتحاديې سوريې ته درې ورځې مهلت ورکړي چې کتونکو ډلو ته اجازه ورکړي چې دغه هيواد وګوري .

دعربو هيوادونو اتحاديې  سوريې ته  درې ورځې  وخت ورکړى دى چې دحکومت دمخالفو مظاهره کوونکو له ځپلو څخه لاس واخلي .او کتونکو ډلو ته  اجازه ورکړي  چې دغه هيواد ته سفر وکړي .

 په مراکش کې دعربو اتحاديې غړو هيوادونو  له  غونډې  وروسته  دقطر دبهرنيو چارو وزير شيخ  حامد بن جاسم آل ثاني وويل : سوريه به  د نه همکاري په صورت کې  له بنديزونو سره مخامخ شي .

 په داسې حال کې  چې دعربو اتحاديې هيوادونه او ترکيه په مراکش کې په غونډه بوخت و  ، يو شمير يرغلګرو په دمشق کې  دمراکش  او متحده عربي اماراتو په سفارتونو بريد وکړ او داپه داسې حال کې ده  چې فرانسې پرون خپل سفير له دغه هيواد څخه  وروغوښت .

 له بلې خوا  رپوټونه څرګندوى چې دسوريې له اردو څخه جلا شويو عسکرو دسوريې پايتخت  دمشق ته څيرمه ددغه هيواد  د استخباراتو دمرکز په ودانۍ  په يوه بريد کې  څه ناڅه  شپږ تنه  امنيتي ځواکونه  وژلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته