فرهنګ

دعلمي اوتخصصي کتابونو نندارتون پرانستل شو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين نن دعلمي اوتخصصي کتابونو نندارتون پرانست .

دغه نندارتون  دکابل دخلکو دسراسري شورا له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دايران داسلامي جمهوريت  دسفارت په همکاري  دفرانسي په فرهنګي مرکز کې پرانستل شو.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخي ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسموکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  دکتاب دارزښت  په باب خبري وکړي او يي ويل  نن موږ دداسې نندارتون دپرانستلو شاهدان يو چې دکتاب دنندارتونونو دجوړولو  په لړکې بريالي شوي دي  په پراخه توګه په کتاب پوري اړوند  دکتاب دخپرونو دڅو مرکزونو دهمکاريو زمينه برابره کړي .

زموږ ملت دلرغونې دوري دتاريخ دګوتې په شمار يوکتاب پالونکې ملت  دي اودرې زره کاله مخکې داويستا  کتاب په بلخ کې دزردشت له خوا تدوين شو.

ډاکتررهين  زياته کړه په اسلامي دوره کې دکتاب  ليکنې  فن دژوندانه په بيلابيلو برخو  او اړخونو کې ښه والې اوپراختيا  وموندله

زموږ داسلامي دوري دتمدن په مجموعه کې زموږ په هيواد او زموږ دفرهنګ تراغيزي لاندې په نورو هيوادونو کې په زرگونو ټوکه کتابونه رامنځته شوي چې نن ورځ زياتره هغه موزيمونه او کتابوتونه چې په اروپا ، مرکزي او جنوبي اسياکې شته  زموږ  دلرغونې فرهنګ تراغيزي لاندې او په ځينو مواردو کې له اثارو څخه ډک دي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير په دغو خبرو کې مطالعاې اوکتاب لوستلو ته هم اشاره وکړه اوزياته يې کړه په اوس وخت کې چې په پيړيو پيړيو کې  دمطالعې فرهنگ زموږ دملي او هيوادنيو دودونو يوه برخه ده او په خواشيني سره بايد ووايو چې په وروستيو وختو کې په تيره بيا له هغه وروسته  چې تلويزيونه رامنځته شول زموږ په ټولنه کې مطالعه او کتاب لوستل  سخت  دکمزورتيا په لور تللي دي.  ډله ييزي پاملرني ته اړتيا ده چې خپل خلک په تيره بيا نوي نسل کتاب لوستلو ته وهڅو .

ډاکتررهين دغه راز زياته کړه ددغې موضوع په پام کې نيولو سره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه خاصه اوونۍ  دکتاب او مطالعې په نام اختصاص کړې ده او دشهيدانو معلولينو دکاراوټولنيزو چارو وزارت ته يې وړاندنيزوکړ چې دراتلوونکو کلونو په کليزو کې دي دغي اوونۍ ته ځاى ورکړاى شي  په دغو مراسمو کې دغه راز په کابل کې دفرانسي دفرهنګي مرکز مرستيال  دکابل دخلکو له سراسري شورا اودکتاب دنندارتون له جوړونکو څخه دقدرداني په ترڅ کې دمطالعې اودکتاب دارزښت په باره کې خبري و کړي.

په کابل کې دايران دسفارت فرهنګي  اتشه جهان شاهي ددغه شان نندارتونو جوړول   دمطالعي په فرهنګ  کې دکتاب دنندارتون په جوړولو  کې ددغه هيواد په همکاري  باندې ټينګار وکړ.

په دې نندارتون کې  دهيواد دځينو خپرونکو کتابونه او دايران په اسلامي جمهوريت پوري داړوندو کتابونو ځيني خپرونې اودهيواد هنرمندانو دخطاطي  او حکاکي هنري اثار هم ننداري ته وړاندې شوي دي.

دغه نندارتون په استقلال ليسه کې دفرانسې په فرهنګي مرکز کې جوړشوي دي او دشپږو ورځو لپاره دمينه والو پرمخ پرانستي دي..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته