اقتصاد

دغوري دسمنتو فا بريکه بيا فعاله شوه

دغوري دسمنتو نوي فابريکې له دوو مياشتو وروسته بيا په تو ليدي فعاليت پيل وکړ

د افغان سمنتو دکمپني عامل رييس ميرويس صديق د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغورى دسمنتو نوى فابريکه چې درې مياشتې مخکې د خصوصي سکتور د کمپني له خوا د اوه ويشت نيمو مليونو ډالرو په لګښت ګټې ا خيستنې ته سپارل شوې وه له يوي مياشتې فعاليت وروسته په داشونو کې د اړتيا وړ ډبرو د کمښت له امله له توليد څخه پاتى شوه

ده زيا ته کړه دډبرو سکرو په برابر ولو سره اوس يي بيا په فعاليت پيل و کړ چې هر داش د ورځى سل ټنه سمنټ توليد وي

د افغان کول کمپنۍ رييس محمد منير ددغو څرګندونو د تائيد ولو په ترڅ کې وويل: دغوري سمنتو دفا بريکو د اړ تيا وړ دډبرو سکرو د برابرولو په برخه کې بشپړ تياري څرګند کړ او زياته يې کړه ، همدا اوس د افغان کول کمينۍ کولاى شي د ورځې څه دپاسه سل ټنه دډبرو سکاره د کرکر ، دودکش او اهندرى له کانونو څخه راو باسي

ده په ډا ګه کړه : اوس ددغه کان په زيرمو کې ٢٥ زره ټنه دډپر و سکاره شته

د افغان کول رئيس وويل: موږ هلې ځلې کوو چې د را ايستلو د برخي دپرسونل په زياتوالې سره دکانونو توليدي ظرفيت د ورځې له سلو ټنو څخه پنځه سوه ټنو ته زيات کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته