سیاست

جمهور رئیس غني: د ښځو د پرمختګونو پر وړاندې شته خنډونه باید لرې شي

کابل  باختر دکب دمياشتې  ١٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د افغان ښځو شبکې یو شمېر غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او د هېواد لومړۍ مېرمنې هم په کې حضور درلود، په پیل کې  مېرمن روشن څېړن وویل، د افغان ښځو شبکې نن  د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د فعالو ښځو په ګډون د پرمختګ شاخص تر شعار لاندې د ښځو د وضعیت او ستونزو د ارزونې په موخه ملي کنفرانس جوړ کړ.
ورپسې په بامیانو کې د افغان ښځو شبکې استازې مېرمن صغرا عطایي د مارچ د اتمې په اړه         د دغې شبکې اعلامیه ولوسته، په هغې کې راغلي وو: د افغان ښځو شبکه د عدالت غوښتنې پروګرامونو په دوام دا ځل د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون ورځ ”پراختیا او سوله کې د افغانستان     د ښځو حضور“ تر شعار لاندې نمانځي.
هغې زیاته کړه: د ښځو د وضعیت ښه والی د هېواد د ودې او سولې د تامین په برخه  کې د ښځو         د پیاوړتیا لپاره د دولت د اصلي او اساسي الزاماتو جز دی.
مېرمن صغرا زده کړې ته د لاسرسي زیاتوالي، د ټولنیز مصونیت د تامین، په ملي او بین المللي کچه په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې د ښځو دحضور، د ښځو د حقونو د تحقق په برخه کې د قوانینو او مقرراتو برابر تطبیق، د تاوتريخوالي د قضایاو په ځانګړي ډول د شهیدې فرخندې د قضیې مجرمینو ته علني سزا ورکولو، د هوساینې او اجتماعي پروژو د تمویل زمینې د ایجادولو، د پروژو د ملاتړ لپاره خصوصي سکتور ته دمسولیت ورکولو او د خشونت د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق د جوړولو طرحې دعملي کولو په اړه د یاد کنفرانس وړاندیزونه ولوستل.            ورپسې د هېواد لومړۍ مېرمنې  وویل: زه د ستونزو پر وړاندې د ټولو افغان ښځو په مقاومت ټینګ باور لرم، ځکه هغوی اتلانې دي. موږ  تراوسه د ښځو د حقونو د تامین په لومړي پړاو کې  یوو  او د هغوی حقونو ته د رسېدو لپاره اوږده لاره په مخ کې لرو.                                                       هغې زیاته کړه:  اوس هم د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې ستونزې شته ، مګر زه پوهېږم تاسو به په خپل قوت سره دغه  ستونزې په اساسي توګه حل کړئ.
جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: پایدار حرکتونه پایداره بنسټونو ته اړتیا لري. په تېرو ۱۵کالو کې د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې سخت مګر ګټور تګلورى پیل شوی اود ښځو د پرمختګونو پر وړاندې پراته خنډونه باید لرې شي.
جمهوررئيس  زیاته کړه، د درې راتلونکو کالو لپاره د لارې نقشه باید واضح ترتیب شي. د قانون تطبیق او د ښځو او نارینه توازن دوامداره حرکت او ټینګه اراده غواړي.
محمد اشرف غني وویل، د مارچ په اتمه د ښځو د اقتصادي ودې سرتاسري پروګرام اعلانېږي اوپه  ټولو ملي پروګرامونو کې د ښځو هر اړخیزې ودې ته به پام وشي.
جمهوررييس زیاته کړه، جوړېدونکو انکشافي شوراګانو کې باید د ښځو اونارینه ونقش مساوي وي. جمهور رئیس د ښځو پر وړاندې د خشونت د له منځه وړلو لپاره د اساسي ګامونو په اخیستلو په ټینګار سره وویل،  د ناسم فرهنګ تغیر په دې برخه کې مهم دی، ځکه خشونت له کورنۍ پیلېږي  او په کورنۍ کې ختمېږي.
جمهور رئیس غني دېته په اشارې چې د ښځو د استخدام په برخه کې په ستره محکمه او لوی څارنوالۍ کې مهم ګامونه اخیستل شوي دي وویل،. ۲۰۰ ښځينه قاضیانې لرو، خو په ټول هېواد   کې په عدلي او قضایي دفترونو کې باید د ښځو شمېر زیات شي.
جمهور رئیس غني له ښځو وغوښتل چې د خپلو ستونزو د حل  لپاره باید مشخص وړاندیزونه وکړي.
جمهوررئيس وویل، د فرخندې موضوع تعقیب شوې، په لنډ وخت کې به د هغې قضیې د مرتکبینو او مجرمینو په اړه دقیق اسناد وړاندې شي او مجرمینو ته به د خپلو اعمالو سزا ورکړل شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په اسلامي حقونو او قوانینو تمرکز ډېرې ستونزې او نیوکې کموي.   جمهوررئيس وویل، د هر ولایت د ښځوګروپ دې د فرصتونو او هغو ساحو په اړه چې د ښځو  رول په کې کمرنګه وي مشخص وړاندیز وکړي.
جمهوررئیس دخپلو خبرو په پای کې وویل، حکومت دولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانود ټاکنو ټینګه اراده لري او په دغو ټاکنو کې د افغان ښځو ګډون حتمي او حیاتي دی. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته