ټولنه

دفاتحې مراسم پرځاى شول .

په کابل ، کندهار او مزارشريف  په ښارونوکې د عاشورا دلسمي ورځې دويرجنو پيښو دشهيدانو پاک روح ته  د دعا په خاطر نن  دکابل ښاراو ديو شمير ولايتونو  په  جوماتونو اوتکيه خانو کې نن دفاتحې مراسم پرځاى شول  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ، دغه مراسم دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  په لارښوونه  د حج او اوقافو وزارت  له خوا  په مرکز او ولايتونوکې ترسره شول .

  دفاتحې اخستلو په دغو مراسمو کې  يو شمير دولتي چارواکو ، په ملي شورا کې  دخلکو يو شمير استازو او د شهيدانو  دوستانو او خپلوانو ګډون کړي و . او دهغو شهيدانو پاک روح ته چې دعاشورا دلسمې ورځې  په ويرجنو پيښو کې  په مرکز او ځينو ولايتونوکې شهيدان شوي و  دعا وکړه .

  دغه مراسم  دکابل  په بيلابيلو ناحيو کې دچنداولو په جعفريه ، محمديه ، کارته سخي ، شيرشاه سوري  ، پل تخنيک  ، اتفاق ، الزهرا او خاتم النبين او خاتم الانبيا په جوماتونو دقلعه فتح الله په عمومي حسينيه او دامام زمان  په عمومي تکيه خانه کې  ترسره شول

  دغه راز  په کندهار ولايت کې  دمرستون ، مير حداد اواخوند صاحب په جوماتونوکې او دمزارشريف ښار  د مبارکي روضې او باغ ميرزا  قاسم په جوماتونوکې  او دغه راز په هلمند ولايت کې  دلښکرګاه ښار دمرکز حضرت عمر فاروق او حضرت بلال په جوماتونوکې  دفاتحي مراسم پرځاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته