امنیت

دفراه ولايت داستيناف څارنوالۍ يوکارکوونکى ترور شو .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
دفراه ولايت داستيناف څارنوالۍ يو کارکوونکى پرون دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسوول دباختر اژانس  خبريال ته وويل: دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې دفراه ولايت داستيناف څارنوالۍ کارکوونکى ګل احمد صادقي کله چې دماخستن  دلمانځه له اداکولو وروسته دخپل کور په لور روان و .  دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په لاره کې په ډزو سره ووژل شو .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، دپيښې عاملين له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي او دپوليسو له خوا  ددغې پيښې  دعاملينو دپيژندني او نيولو لپاره دپلټنې عمليات  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته