نړۍ

دفرخندې دشهادت په خاطر په فرانسه کې دميشتو افغانانو اعتراض

پاريس  باختر  دثور لومړي :
  په فرانسه کې په سلګونو تنو افغانانو دفرخندې دشهادت  او دغه راز دبشر حقوقو ته دافغانستان دحکومت دمامورينو دبې پروايي  پرخلاف داعتراض په توګه په پاريس  ښار کې يوه غونډه جوړه کړه .
  ددغې غونډې يوه تن جوړونکي علي رضا محمدي ددغه اعتراض په باب ويلي دي چې پرون په پاريس او دفرانسې په  نورو ښارونوکې يوشمير ميشت افغانان په پاريس ښار کې  راټول شوي وو او دفرخندې دشهادت په نسبت يې دعدالت غوښتنې شعارونه ورکول .  دغه راز دوى  دهغو يو ديرشو تنو افغانانو دازادي غوښتنه وکړه چې دهرات_ کابل په لويه لاره کې يرغمل شوي دي
دوى دبشر دحقوقو له ټولنو او د ښځې دحقوقو له مدافعو ټولنو څخه  په حکومت دزيات فشار غوښتنه وکړه .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته