ورزش

ډاکترکمال سادات ورزشکاران وستايل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست  ډاکتر کمال سادات نن  دسوک وهنې دڅانګې درې تنه ورزشکاران وستايل .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  د هېواد د سوک وهنې دملي ټيم  لوبغاړي زمري
محمدي ، جميل نبي زاده  او سيدنجيب موسوي  له کورنيو اوبهرنيو سياليو څخه  ددوى دوياړنو  او برياليتوبونو له امله  دډاکتر کمال سادات له خوا وهڅول شول ا و وستايل شول.
ډاکتر کمال سادات له دغو ورزشکارانو سره په کتنه کې  چې دده دکار په دفتر کې وشوه  له دوى څخه وغوښتل چې  دافغانستان لپاره دوياړنو دګټلو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي  چې  زموږ دهېواد نوم په ورزشي ټولنه کې ښه او زيات وځليږي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  دهېواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې   دزده کړې او تحصيل او نورو کارونو ترڅنګ ورزش ته مخه وکړي ځکه  ورزش سالم مصروفيت دى  او دروغتيا او سلامتيا ضمانت کوي او دغه راز په  نشه
يي توکو له روږدي کيدو څخه دځوانانو مخه نيسي .
ډاکتر  سادات په نشه يي توکو دځوانانو دروږدي کيدو مخنيوى  دټولو خلکو ديني اوهېوادني پور وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته