سیاست

دفضل الهادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګي غونډه جوړه شوه

دمشرانو جرګي درييس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو قانون او له پيښو سره دمبارزي دتياري قانون تصويب شول.

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو قانون چې دهيواد دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دفعاليتونو دتنظيم په مقصد تسويدشوي و ، دحکومت له خوا دتصويب په مقصد ملي شورا ته ليږل شوى و اوپه ولسي جرګه کې دهغه دپړاونو له بشپړيد وروسته ، دغه قانون چې دتصويب په مقصد دمشرانو جرګي ته سپارل شوى و ، دملي اقتصاد په کميسيون اوپه نورو کمييسيونونو تر تدقيق او مطالعي لاندې ونيول شو او نن دسناتور عبدالوهاب عرفان له خوا ماده په ماده دمشرانو جرګي عمومي غونډې ته ولوستل شو.

غونډې دسناتورانو دوړانديزونو اونظريو په پام کې نيولو سره دهغه دځينو عبارتونو او فقرو له تعديل ،. حذف او زياتوالي وروسته دغه قانون په څلورو فصلونو اوشپاړلسو مادوکي تصويب کړ.

دغه راز له پيښو سره دمبارزي دتياري قانون چې دپيښو درامنځته کيدو دمخنيوي ، دخطرونو دکمښت ، دډول ډول مکليتونو دساتني ، نباتي پوښښ ، دوحشي ژويو ، دماشومانو،د ښځو زيات عمرلرونکو کسانو او دمعلوليت لرونکو اشخاصو دملاتړ په مقصد چې دطبيعي او غير طبيعي پيښو په وړاندې دي وضع شوي دي ، دولسي جرګي له تصويب وروسته ، دمشرانو جرګي دعامه سوکالۍ او دژوندانه دچاپيريال په کميسيون کې ترغور اوتدقيق لاندې نيول شوي دي او نن دسناتورې طيبې زاهدي له خوا عمومي غونډي ته ولوستل شو چې دمجلس دغړو له غور او خبرو وروسته غونډې دغه قانون هم دځينو تعديلونو په واردولوسره په څلورو فصلونو او

نهه ويشت مادو کې تصويب کړ .

دغه راز دنننۍ غونډې په پيل کې دپکتيا ولايت سناتور عبدالحنان حق ويون دملي اردو دمنسوبينو له خوا په دغه ولايت کې ديوڅلور کلن ماشوم دشهادت يادونه وکړه او ويي ويل چې دنيکمرغه لوى اختر په دويمه ورځ ديوې کورنۍ دسپرلۍ موټر په ګرديزښارکې دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي پوستي له خوا ولټول شو او ددغې ليږدونکي واسطي له روانيدو وروسته دوي په دغه موټر ډزې وکړې چې له امله يې ددغي کورنۍ يوه څلور کلنه نجلۍ ووژل شوه چې وروسته ددغي پيښي عاملين دپوليسو له خوا ونيول شول خو دپکتيا دقول اردو قوماندان هلې ځلې کوي چې ددغې بيګناه نجلۍ وژونکي خوشي کړې .

غونډې دغه پيښه خواشينونکي وبلله او پريکړه يي وکړه چې دغه موضوع دې دمشرانو جرګي ددفاعي چارو د کميسيون له لاري تعقيب او وڅيړل شي اودنتيجي په باب دې عمومي غونډې ته خبرورکړي شي اوپه غونډۀ کې ټينګاروشو چې عدلي اوقضايي ارګانونه دې ددغه شان جنايتونو ترسره کوونکي په ډيرو سختو مجازاتو محکوم کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته