ورزش

دفوټبال د ملي ټيم غړى دو بي ته لاړل

دهيواد دفوټبال د ملي ټيم غړى ديو لړ تمرينو نو دترسره کولو په مقصد نن دوبي ته روان شول

دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسول احمدشاه ساير د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده دفوټبال د ملي ټيم غړى لس ورځې په امريکا،جرمني او هالند کې دميشتو افغانانو له اووتنو لوبغاړو سره ګډ تمرينونه تر سره کړي.

خبرځاى زيا ته کړه ټا کل شوې ده ددغو تمرينونو له ترسره کولو وروسته دهيواد دفوټبال د ملي ټيم هندوستان ته لاړ شي اوددسمبر دمياشتې له دريمې نيټې څخه دهند ،سريلانکا او بوتان له ټيمونو سره لوبې پيل کړي.

ديوبل خبر له مخې د کابل ښاردفوټبال دالف ګروپ دټيمو نو سياليو پرون مازيګر درسنيو اودديانت دټيمونو ترمنځ لوبي سره دوام وکړ.

د هيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسول احمدشاه ساير د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دې لوبه کې درسنيو ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره دديانت ټيم ته ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ ديوولسو ټيمو نو ترمنځ پيل شوي دي چې ټا کل شوې ده داتحاد اوداردو ټيمونو نن مازيګر لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته