کابل، د وري ۴مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د وروستیو تحولاتو په اړه په پاکستان کې د افغانستان سفارت د سرپرست راپور واورېد.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب په دغه کتنه کې د پاکستان له چارواکو سره د خپلو وروستیو ناستو او لیدنو راپور د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریک کړ او د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه یې هراړخیزې خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د راپور له اورېدو وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي وضعیت او اړیکو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
82 1 دقیقه لوستل