اقتصاد

دلوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د زراعتي محصولاتو دسړوخونو جوړول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
په لوګر ولايت کې د پنځه سوه ټنو په ظرفيت سړې خونې جوړيږي .
ددغې پروژې دبنسټ دبره نن ددغه ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې داړوندو مسوولينو له خوا کيښودل شوه .
دلوګر ولايت دکرنې او مالدارۍ رييس همايون عمر دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړې خونې دکرنې او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه دلسو مليونو افغانيو په لګښت ددغې ولسوالۍ دبزګرانو د زراعتي محصولاتو دساتنې لپاره په يو کال کې جوړيږي.
دغه راز د پنځه سوه څلور شپيتو مترو په اوږدوالى دکرنې ادارې د ترويجي يونت دانګړ ديوال هم له همدغې بودجې څخه جوړيږي .
ويل کيږي په دغو پروژو کې نور ضرورى ملحقات هم په پام کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته