اقتصاد

دماليې وزير دهند اوايټاليا له سفيرانو په سره جلاجلا ډول وکتل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
دماليې وزير پرون په کابل کې  دهند له سفير مانپريت وهرا سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  دواړو لورو دافغانستان او هند داقتصادي  اوتجارتي همکاريو ددوام ، دهوايي ترانزيت ددهليز دباالمثل روحيې  له مخې  دځينو مالياتي ستونزو دلرې کولو ، ددواړو هېوادونو ترمنځ دسياسي اواقتصادي  اړيکو دلازيات ټينګښت  ترکارلاندې  پرمختيايي پروژو دمالي تامين  او دتطبيق بهير دګړندې کولو او دفرهنګي همکاريو په باب خبرې اترې وکړې.
دغه راز دماليې وزير له افغانستان سره دهند داغيزمنو مرستو له امله قدرداني وکړه .
دماليې وزير په کابل کې  دايټاليا  جمهوريت له سفير رابرتو  کانتون سره په جلا کتنه کې دافغانستان دلومړيتوبونو له مخې  دايټاليا  دهمکاريو دبنسټونو دپياوړتيا  دبرابرولو  ، دعامه او خصوصي  مشارکت دپروګرام  ، دهرات دهوايي ډګر درنوي  دکرښې ، دباميانو ولايت دباى پاس سړک او  دنورو مهمو مسئلو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته