تالقان باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩نيټه :
د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په سنګانو کلي کې نن د يوه روغتيايي کلينيک د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه کلينيک ودانۍ د عامې روغتيا وزارت له بودجې څخه د شپږو ميليونو درې سوه افغانيو په لګښت تر راتلوونکي يو کال پورې جوړيږي .
پاى شکريه ذ