سیاست

دمبارکي پيغامونه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي له خوا دجاپان دملي ورځې له امله ددغه هيواد دامپراتور اعليحضرت اکي هيتو او صدراعظم يوشي هيکو نودا  په نامه دغه هيواد ته دمبارکي   جلاجلاپيغامونه ليږل شوي دي .

 په پيغامونو کې ويل شوي دي  خوښ يم دافغانستان دخلکو په استازيتوب ددوست هيواد جاپان دملي ورځې له امله  دډيرو صميمانه مبارکېو مراتب  تاسو اعليحضرت او ددوست هيوادخلکو ته  څرگندوم  هيله لرم دجاپان خلک  تل ستاسو  تر سيوري لاندې زياتو پرمختگونو اوبرياليتوبونو ته ورسيږي .

دافغانستان خلک ددوست هيواد جاپان مرستو او هراړخيزي هلو ځلو  ته چې په  افغانستان کې  دبيارغاونې  دسولې او ثبات دتحقق په خاطر  کړي دي  دقدر په سترګه   ګوري   او دزړه له کومي  مننه کوي .

هيله لرم  ددوست هيواد جاپان  دخلکو همکاري په راتلوونکې کې هم دوام وکړي    اعليحضرت  ته دروغتيا  ،برياليتوب اوزيات عمر هيله کوم .

ديوبل خبرله مخې  دبهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمي رسول  له خوا دجاپان  دملي ورځې له امله ددغه هيواد دبهرنيو چارو دوزير په نامه دمبارکي  پيغام ليږل شوي  دي .

په پيغام کې  دمبارکېو دښو مراتبو دڅرگندولو ترڅنګ په بيلابيلو  برخو کې دجاپان دمرستوله امله  مننه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته