سیاست

دمبارکي پيغام .

کابل باختر د غبرګولي شلمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامکرزي له خوا دروسيې فدراسيون دجمهور رييس ولاديمير پوتين په نامه ددغه هيواد دملي ورځې له امله مسکوته په دې شرحه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
اجازه ورکړى چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب دروسيې فدراسيون جمهوريت  دملي ورځې له امله دډيرو ښو مبارکيو مراتب تاسو او ددغه هيواد دوستوخلکو ته څرګند کړم .
  جلالتماب  جمهور رييس دافغانستان او دروسيې  فدراسيون ترمنځ دوستانه اړيکو په تيرو دولسو کلونوکې زياته پراختيا موندلې ده .
دافغانستان اسلامي  جمهوريت له دوست هيواد روسيې فدراسيون  سره اړيکې ډيرې مهمې بولي او تل په ټولو اړخونوکې دهغو دپراختيا غوښتنه کوي .
  په وروستيو کلونوکې موږګډ فرصتونه اوګواښونه لرلې دي دواړه هيوادونه بايد له فرصتونوڅخه په ښه توګه ګټه واخلي او له ګواښونو سره ګډه مبارزه وکړي
دشانګهاي دهمکارۍ دسازمان تر چتر لاندې  زموږ دهيوادونو مشارکت هم دګټورو همکاريو لپاره نوى فرصتونه رامنځته کړي دي چې دسيمې دخلکو دثبات ، سولې اوسوکالۍ سبب به شي .
موږ دغه هدف ته درسيدو لپاره اوږده لاره په مخکې لرو چې بايد په سيمه کې  له نورو دوستانو سره په همکارۍ کې هغه په ګډه ووهو .
په پاى کې  دزياتو احتراماتو په نوى کولو سره ستاسو دروغتيا اوسلامتيا او ددوست هيواد روسيې دلازياتې ترقۍ اوسوکالۍ هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته