امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

-قندهارښار/ باختر د ثور ١٤:
د دريو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نوې جګړې په بهيرکې ووژل شول.
  دغه جګړه تېره شپه د سپين بولدک په ولسوالۍ کې ونښته.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول. 
دغه جګړه وروسته له هغه ونښته چې يوه ډله طالبان د ديورنډ له کرښې څخه په تېرېدو سره غوښتل د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي .
  ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو څلور ډيپوګانې په قندهار ولايت کې کشف شوې .
د افغانستان په جنوب کې يو پوځي قوماندان وايي چې دغه ډيپوګانې د ارغنداب او پنجوايي په ولسواليوکې ساتل کيدې. له دغو ډيپوګانوڅخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته