سیاست

دمبارکۍ پيغام .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه
دهيواد د ملي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د اووه نوی يمې کالیزې په مناسبت د ملي امنیت دسلاکارمحمد حنيف اتمر پیغام
ملي خپلواکي هغه ستر ارزښت دی، چې افغانانو د خپل ویاړلي تاریخ په اوږدو کې تل د هغه د ساتنې لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. د افغانانو خصوصیت دادی، چې تېري کوونکو ځواکونو سره د عیني قابلیتونو له تفاوتونو سربېره هم د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د هر زورو غلیم پر وړاندې د رزم او مقابلې ډګر ته وتلي او غلیمانو ته یې نه هېرېدونکې ماتې ورکړې دي.
له نن څخه اووه نوي کاله وړاندې، افغانان د خپل مدبر، هوښیار او ځوان پاچا اعلیحضرت غازي امان الله خان په مشرۍ، د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې د وطن د ازادۍ ګټلو لپاره د جهاد میدان ته و وتل او د هغه وخت د لویې انګریزي امپراتورۍ ځواکونه یې له خپلې مقدسې خاورې وشړل او د افغانستان د ننګونو او غېرتونو په تاریخ کې یې یو بل تلپاتې ویاړ زیات کړ.
تاریخ موږ ته تل زموږ د تېر برم د یادولو لپاره لکه ژوندی تصویر په مخکې دی او نن زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه له نړېوال او سیمه ییز تروریزم سره، د خپلو خلکو او خپل مقدس قلمرو د دفاع لپاره د ننګ او مېړانې پر جګړه بوخت دي. دا د هماغو نېکونو اولادونه دي، چې اووه نوي کاله وړاندې یې یرغلګر انګریز ځواک له خپلې خاورې ماته خوړلی شړلی و. زموږ باور دا دی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مشرۍ ترهګرۍ ضد جګړه دا مهال د سیمې او نړۍ د ملتونو د خوندیتوب لپاره هم هماغومره مهمه ده، څومره چې د افغان ملت او افغانستان د دفاع لپاره اړینه ده. زموږ باور دا دی، چې د دې جګړې د ګټلو او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان له خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده.
زه له فرصت څخه په استفادې سره د دې ویاړلي ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم او د ستر غازي اعلیحضرت امان الله خان او د وطن د ازادۍ د لارې د شهیدانو روح ته د ارامۍ دعا کوم
په هيواد کې دتلپاتې سولې او سوکالۍ په هيله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته