ښوونه او روزنه

دمحمد اکبر پامير دليسې نوې ودانۍ پرانستل شوه .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
دمحمد اکبر پامير دليسې نوې ودانۍ پرون دپوهنې دوزير له خوا دکابل ښار ددولسمې ناحيې په ساحه کې پرانستل شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې،  ددغې ودانۍ دپرانستلو  په مراسمو کې چې د پوهنې وزارت يوشمير مسوولينو او ددغې سيمې مخورو ګډون کړى و .
  دپوهنې وزير ډاکتر اسدالله حنيف بلخي د اي اي ډبيلو _ اي موسسې څخه دقدرانۍ تر څنګ چې ددغې ودانۍ دجوړولو لګښتونه يې تمويل کړي دي څرګنده کړه چې دخيريه موسسې له خوا ديوسلو شپږ څلويښتوزرو امريکايي  ډالرو په لګښت  جوړه شوې ده اوپه جلا جلا ډول په دې ليسه کې دنجونو اوهلکانو په ګډون څه دپاسه ٢٦٠٠ تنو زده کوونکو ته ددوه څلويښتو تنو رسمي او دپنځه ويشتو تنو غير رسمي ښوونکو له خوا لوست ورکول کيږي .
دپوهنې وزير زياته کړه چې سالمه تدريسي فضا او دمسلکي ښوونکو او دمعياري درسي کتابونو شتون دپوهنې دنظام يولومړيتوب بلل کيږي چې دپوهنې وزارت دمشرتابه هيئت په پرله پسې توګه دنويو ښوونځيو دجوړولو په برخه کې او دهرې ورځې په تيريدو سره دوګړو دشمير زياتوالي او په افغانستان کې دښوونځيو او دښوونيزو او روزنيزو مرکزونو جوړولو ته  داړتيا په پام کې نيولو سره په اقداماتو لاس پورې کړى دى او دې کار ته يې دخپلو پروګرامونوپه سرکې   ځاى ورکړى دى .
په دغو مراسمو کې ددغې موسسې مسوولې ميرمن نور صافي هم په خبرو کې د محمد اکبر پامير دليسې دنوې ودانۍ جوړول ددغې ليسې زده کوونکو ته دښې  او مناسبې  روزنيزې  فضا دجوړولو په خاطر يومهم ګام  وباله او دپوهنې له وزارت سره يې داړوندې موسسې په لازياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته