ورزش

دمخابراتو ټيم دمتحد افغان له ټيم سره لوبه کوي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن دمخابراتو او دمتحد افغان دفوټبال د ټيمونو ترمنځ لوبې سره دوام کوي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر آژانس ته وويل : په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ څه موده مخکې په غازي لوبغالې کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي.
په پرونۍ لوبه کې دحبيبيانا ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره داميد افغان ټيم ته ماتې ورکړه.
دقيومي دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې دحبيبيانا دفوټبال ټيم د ٢٥ امتيازو په لرلو سره دنتيجو جدول په سرکې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته