امنیت

د بدخشان د راغستان د ولسوالۍ د ملي امنيت مسوول وتښتول شو

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٤  :
د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ د ملي امنيت مدير دطالبانوله خوا وتښتول شو.
مولوي بحرالدين نن له غرمې مخکې کله چې له کورڅخه د خپل کار د دفتر په لور  روان و؛ دلارې په اوږدوکې دوسله والوطالبانو له خوا پرې بريد وشو او وتښتول شو.
دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سخيداد حيدري له باختر آژانس په اړيکه کې دغه پيښه تاييدکړه او ويې ويل: دملي امنيت ددغه مسوول دخلاصون لپاره د ژغورنې عمليات پيل شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته