امنیت

دمسکراتو او نشه يي توکو دجرمونو شمير زيات شوى دى .

-کابل باختر د وري  اتمه :
په  ١٣٩٦ کال کې دمسکراتو اونشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز دابتداييه محکمې  رياست  ٦٧١ تنه په مجازاتو محکوم کړي دي چې څلور تنه بهرنيان پکې شامل دي .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې ،  د مسکراتو او نشه يي توکو له جرمونوسره دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز وياند احمد خالد موحد په يوه خبري  غونډه کې  ددغې ادارې دکاري  رپوټ  په باب  معلومات ورکړل  او ويې ويل چې په تيرکال  کې  دنشه يي توکو دقاچاقو په تور  د ٧٤١ تنو په مظنونيت ٥٦٨ قضيې  دنشه يي توکو پرخلاف   دمبارزې  دپوليسيو له خوا نيول شوي  او څيړنې لپاره ددغه مرکز  اختصاصي  څارنوالى  رياست ته  ليږدول شوي دي .
مسکراتو او نشه يي توکو له جرمونو سره دمبارزې دعدلي اوقضايي  مرکز وياند زياته کړه چې دمسکراتو اونشه يي توکو دجرمونو شمير د ١٣٩٥ کال په پرتله زيات شوى دى خو ده په دې باب دقيق شمير  څرګند نه کړ .
ده څرګنده کړه چې دملکي خدمتونو يوشمير  موظفين چې حکومتي چارواکي دي  هم دمسکراتو او نشه يي توکو په جرمونو کې  شامل دي .
  دده دڅرګندونوله مخې، په  ١٣٩٦ کال کې دمسکراتو اونشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز ابتداييه محکمې د  ٦٠٥ قضيې په باب حکم  صادر  کړى دى چې په نتيجه کې  ٦٧١ تنه په مجازاتو محکوم شوي دي چې پکې دملکي خدمتونو اويا تنه  موظفين ، څلور  تنه بهرني اتباع او ٢٧ تنه ښځې او نجونې شاملې دي او دڅلورو تنو لپاره دمحکمې دنه شتون  له امله دبرائت حکم ورکړشوى دى
احمد خالد موحد زياته کړه چې  دتيرکال په بهير کې  ٢١٥ ليږدونکي  واسطې  او ٧٢١ ګرځنده تيلفونونه چې دنشه يي توکو اومسکراتو دجرمونو زيږنده و دولت ته سپارل شوي دي .
دده دڅرګندونې له مخې، په همدې کال کې  دهېواد په بيلابيلو  ولايتونوکې څه دپاسه يومليونو اته سوه يو نوي زره کيلوګرامه  هيروئين  هم کشف اوضبط  شوي دي او په  ١٣٩٦ کال کې دکابل ولايت دمسکراتو اونشه يي توکو ددوه  سوه جرمي قضيو په لرلو سره دولايتونو دفهرست په سرکې او ننګرهار له يوسلو پنځو جرمي قضيو سره په دويمه درجه کې دى او نورستان  يوازنى ولايت دى چې هيڅ جرمي  قضيه نه لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته