ټولنه

دمشرانوجرګي داداري هیئت اوغړو دډاډګيرنې اوخواخوږى پيعام

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه

دننګرهار ولایت دقومی مشر او جهادی شخصیت حاجی عیسی خیل دترور له امله دمشرانو جرګی د اداری هیئت او غړود خواخوږی او ډاډګیرنی پیغام؛

دمشرانوجرګي اداري هیئت اوغړو یې په ډیری خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ؛چي دننګرهار ولایت قومی مشراوجهادی شخصیت حاجي عیسی خیل دولتزئ ؛کله چي پرون مازدیګر دجلال آباد له ښار څخه دخپل کور په لور روان وو،دسپرلۍ موټریي دمولوی خالص ښارګوټي ته څیرمه دسره مکتب په سیمه کی په دسړک کې په ښخ کړى شوې ماين وخوت چې دچاودنې ؛ له امله یي حاجي عیسی خیل دولتزئ له خپل تنکی لمسی سره یو څای شهید او یو زوی او ورور یی سخت ټپیان شول.

دمشرانوجرګی اداری هیئت او غړی یی خپلې د ډاډګیرنی او خوا خوږی مراتب ؛دشهید عیسی خیل دولتزی کورنی،دمشرانوجرګی رئیس فضل هادی مسلم یار، دشهیدخپلوانواو دوستانو او دننګرهار ولایت ټول مجاهد ولس ته څرګندوى او دلوی الله(ج)له بی نیازه دربارڅخه شهیدانو ته دفردوس جنت او ټپیانو ته دسملاسی روغتیا هیله کوی.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته