سیاست

دمشرا نو جرګې لو مړى نايب ديوناما له مرستيال سره و کتل

دمشر ا نو جرګې لو مړى نايب محمد علم ايزديار نن د ملګرو ملتو د نمايند ګى ددفتر د لو مړى سياسي بر خې يوناما له مرستيال ولفګن سره د ملى شورا په مقر کې و کتل

دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته د مشرا نو جرګې دمطبو عاتي دفتر د معلو ما تو له مخې : په دې کتنه کې د مشرا نو جرګې لو مړى نايب دخبرو په ترڅ کې د افغا نستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د مرستو له ا مله مننه و کړه او وي ويل:

زموږ له هيواد سره د ملګرو ملتو همکاري بايد دوام ولري

دغه را ز ايزد يار دبن ددويم کنفرانس د جوړولو په باب چې ټا کل شوې ده په نږدي را تلو نکى کې په المان کې جوړشي ، خبرې و کړې او ويې ويل: په دې کنفرانس کې به برخه وال هيوادو نه له افغا نستان سره خپلې اوږد مهالې ژمنې يو ځل بيا اعلام کړي

دغه را ز دسنا مجلس لومړى نايب هيله و کړه چې نړيواله ټولنه له افغا نستان سره د نړيوالې ټولنې د کورني ديوه غړى په تو ګه خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او پري نږدي چې تيروتنې چې هما غه په هيواد کې دسره پوځ له ما تې وروسته افغا نستان هير کړى شو ، تکراري شي

په مقا بل کې ولفګن په خبرو کې وويل: نړيواله ټولنه به دسو لى او ثبات د تا مينولو په خا طر تل د افغا نستان ترڅنګ وي

په دې کتنه کې د مشرا نو جر ګې ددارالانشا رئيس محمد کاظم ملوان هم حاضر و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته