سیاست

دمشرقي ولايتونو د خلکو استازوپه راتلونکو انتخاباتو کې دګډسياسي دريځ په خا طر يوکميسيون جوړ کړ

کابلباختر د سنبلي١٦
دملي شورا په دواړو مجلسونو کې د مشرقي ولايتونو دخلکو استا زو نن دمشرانو جرګې درئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د هيواد په را تلوونکو انتخاباتو کې د ګډ سياسي دريځ په خاطر يو کميسيون جوړ کړ.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :  په دې غونډه کې چې دولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي په استوګنځي کې جوړه شوې وه  دولسي جرګې لومړي نايب ميرويس ياسيني او د دغې جرګې منشي انجنيرسيداکرام او داستازو دمجلس غړي حاجي عبدالظاهرقدير، دملي شورا په دواړو مجلسونو کې دننګرهار، لغمان ،کونړ او د نورستان د ولايتو ودخلکو داستا و په ګډون برخه اخيستي وه  اودروانوسياسي مسلواو سيمه ييزوستونزو په باب يې خبري وکړي او تصميم يې ونيوه چې دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانوپه راتلوونکوانتخاباتو  کې د ګډ سياسي دريځ دغوره کولو په لاره کې دې يوکميسيون جوړ اودهغه له لارې دې له دينې عالمانو،سياسي شخصيتونو ،د ولايتي شوراګانو له غړو او له جهادي قوماندانانو سره په سلا مشوره کې د١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې ګډ سياسي دريځ غوره شي .
دغه راز په دې غونډه کې د ولسي جرګې لومړي نايب ميرويس ياسيني اود مشرانو جرګې غړي حافظ عبدالقيوم ددغه کميسيون د ويندويانو په توګه انتخاب شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته