فرهنګ

دمصباح ټولنيزاو فرهنګي مرکز جوړ شو .

کابل باختر د مرغومي شلمه

   دمصباح ټولنيز اوفرهنګي  مرکز  نن په پلخمري ښار کې جوړ شو .

 په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دبغلان دولايتي شورا  منشي جهانګير جوان ، په ولايتي شورا کې دښځو دکميټې مسوولې نوريې حميدي او ددغه ولايت عالمانو ، مشرانو اوفرهنګيانوبرخه لرله .   لومړي دولايتي شورا منشي په خبرو کې  دټولنيز اوفرهنګي مرکز  جوړول د فرهنګي چارو په خپرولو او دځوانانو دچارو دسمون په کار کې يو ارزښتناک ګام وباله او دغه مرکز ته د  ٣٨٠ ميزونو اوڅوکيو کمپيوتر او نورو دفتري سامان آلاتو دبرابرولو په باب  دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي پروګرام دهمکارۍ  له امله مننه وکړه .  په بغلان ولايت کې څلور ټولنيز او فرهنګي مرکزونه او دځوانانو شپږ اتحاديې ثبت او راجستردي .   ختم_ ب _ اکرم

درې تنه دڅه دپاسه  شپږومليونو افغانيو داختلاس  په تور ونيول شول .٤٥-کابل باختر د مرغومي شلمه

دلوى څارنوالي مرستيال څارنپوه نور جلال نن  په يوخبري کنفرانس کې دنوي کابل بانک له يوې نمايندګي څخه د شپږو مليونو اووه سوه زرو افغانيو داختلاس په اړوند د دريو تنو دنيول کيدو خبر ورکړ .

 دده د څرګندونوله مخې، اړونده موظفين په دى بريالي شوي دي چې په سلوکې پنځوس اختلاس  شوي پيسې بيا ترلاسه کړي او په بانک کې يې تحويلي کړي .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، دلوى څارنوالي مرستيال دغه راز په دې خبري کنفرانس کې  څرګنده کړه، دموضوع په باب  دخبردترلاسه کيدو  وروسته پيښه دلوى څارنوالي داداري دجرمونو دتحقيق اوڅيړنې درياست له خوا وڅيړل  شو  چې ډير ژر  ددغه خيانت درې تنه عاملين ونيول شول .

 دده د څرګندونو له مخې په دې پيښه کې دملي اردو منسوبين هم لاس لري او موضوع دزياتي پرمختيا او دنورو عاملينو د پيژندنې په خاطر دملي دفاع وزارت دحقوقو رياست ته سپارل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته